نړۍ

الکوليان دجهاد فتوا صادروي .

کابل باختر د تلې  څلورمه :
دپاکستان دعالمانو شورا رييس علامه طاهر اشرفي  چې په کشمير ، افغانستان  او فلسطين کې يې دجهاد فتوا  صادره کړې وه دپاکستان د پوليسو له خوا له الکولي مشروباتو سره  ونيول شو .
  دباختراژانس خبريال خبر راکړ .  نږدې دوه کاله مخکې دپاکستان دعالمانو شورا رييس علامه طاهر  اشرفي  په افغانستان ،  کشمير او فلسطين کې  دجهاد  فتوا صادره کړه . خو څو ورځې وروسته دپاکستان پوليسو دغه الکوليست  فتواورکوونکي  دالکولي مشروباتو  له بوټلونو سره ونيوه .
  اوس اساسي پوښتنه داده هغه څوک چې  الکولي مشروبات  کاروي او په دغه شان  ناوړه عمل سره  دلوى خداى ( ج )  په وړاندې دريږي  آيا کولى شي  دجهاد فتوا ورکړي ؟
زياتره خلک په دې باور دي چې بايد دعلامه طاهر  پرخلاف  دجهاد فتوا صادره شي .  ځکه چې ده  ددين دعالم په جامه  کې  داسې ناوړه عمل ترسره کړى دى  چې لوى خداى ( ج )  خپل بنده ګان  له دې کار څخه منع کړي  دي .
نو  دهيواد  تير وتلو او غوليدلو مسلمانانو ته په کار دى  چې په دې پوه شي  چې کوم کسان  دوى  په خپل هيواد کې جګړې  او ورور وژنې ته هڅوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته