سیاست

د نوى کال له امله دمبارکى پيغامونه

کابل باختر د وري د مياشتې ١ نيټه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي، دکابينې د غړو او  د هيواد د ټول ملت په نامه نن هم د نوى لمريزکال د را رسيدو له امله د مبارکى پيغامونه را رسيدلي دي.
د باخترآژانس د خبر له مخې: په دغوپيغامونوکې د مبارکيو، د ښو مراتبو د څرګندولو ترڅنګ  د الله ( ج ) له دربارڅخه نوى لمريز کال دسولې او آرامۍ، د ډار اچوونې او فساد پرخلاف  د مبارزې دصادقانه هلوځلو دبيا رغاونې او دافغانستان خلکو ته د نيکمرغۍ او سوکالۍ د کال هيله شوې ده .
دغه پيغامونه له نشه يي توکو سره د مبارزې  د چارو د وزير  مبارزراشدي او د دغه وزارت د مشرتابه هئيت، دولتي مرکزونو، يو شمېر واليانو، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو، فرهنګي، ټولنيزو او د قومي مرکزونو او ښوونځيو د مسوولينو له خوا را رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته