امنیت

درې ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په شمال او شمال ختيځو زونونوکې ٢٣ تنه تروريستان له پښو وغورځول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوايي قوتونو په ملاتړ د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٧ تنه ډار اچوونکي طالبان وژلي او ١٩ تنه نور يې ټپيان کړي دي او د دغه ولايت په مرکز اتمانزو کلي کې يې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
  په همدې حال کې د فارياب ولايت د سرحوض د يکه توت له کلي څخه د قلعه خان پوستې په استقامت دکوماندو دپرسونل دنويد – ١ دچاڼيزو عملياتو په دوام  د ملي پوليسو د يو ټپي د ليږدونې په موخه چې د دښمن په کلابندى کې و، حرکت کړى و چې د لارې په اوږدوکې د دښمن له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې شپږ تنه تروريستان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن يوه پيکا، يو ٨٢ ملي متري توپ، يو کلاشينکوف او د شارتکي موزايل يو ماين په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلل او د بغلان ولايت په مرکز پلخمري  ښار پورې اړوند د حاجي درويش سړک په سيمه کې يو ماين کشف او شنډ کړاى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته