کابل/ د سلواغې ٢٧ / باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد بلوڅ د اتمې ناحيې د اړوندو ساحو د کتنې په ترڅ کې د ښاري ماسټر پلان پرتطبيق او د کابل ښار پر انډوليزې پراختيا ټينګار وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ ښاروال د کابل ښار د اتمې ناحيې د رحمن مينې او هېوادوال بلاکونو د کتنې پر مهال اړوندو مسوولينو ته لارښونه وکړه چې له غاصبينو څخه دې غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړي او د کابل خلکو ته دې ښه ښاري خدمتونه وړاندې کړي.
مولوي بلوڅ ويلي چې د ښاري ساحو د سمسورتيا او تنظيفي خدمتونو وړاندې کولو د پانګي اچوونې په خاطر د کابل ښاروالۍ له ملکيتونو او جايدادونو څخه د اغيزمنې استفادې او د ښاري سرغړونو د مخنيوي په مقصد لازم اقدامات کېږي.
د يادونې وړ ده چې ښاري بې نظمي، د شنو ساحوغصبول، د غيرپلاني ساحو پراختيا او د ښاري ماسټر پلان نه تطبيق د کابل ښار له اساسي چلنجونو څخه ګڼل کېږي؛ خو د یادې ادارې مسوولين وايي چې د ښاري ستونزو او چلنجونو د لرې کولو په موخه هلې ځلې پيل شوې او ډېر ژر به خلکو ته د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې بدلونونه رامنځته شي.
\ ج