امنیت

په جوزجان کې دچاودنو مخه ونيول شوه

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د جوزجان ولايت سيمه ئيز مقام ويلي دي چې د دغه ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو ماينونو په کشفولو او شنډولو سره د دوو تروريستي پيښو مخه نيولې ده .
د جوزجان ولايت وياند محمد رضا غفوري وايي: امنيتي او کشفي ځواکونو دوه ماينونه د فيض آباد ولسوالۍ په ګرچک په کلي کې کشف او شنډ کړل.
ده زياته کړه: دغه ماينونه د امنيتي ځواکونو او د وګړنيو پاڅون کوونکو په تګلوري کې ځاى پرځاى شوي وچې له نيکه مرغه د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته