مزارشريف باختر دسلواغې ٨ نيټه :
د مزارشريف د چغدک د حلقوي واټ څلورلارى د شهيد مول الدين جاهد په نامه ونومول شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د بلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس صالح محمد خليق وويل ؛ د بلخ ولايت دمقام او د دغه ولايت دواټونو د نومولو دکميټې په ګډ پيشنهاد او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په منظورۍ دغه څلور لارى د بلخ ولايت د يوې نوميالۍ څيرې او ميړني او خدمتګار افسر شهيدمول الدين جاهد په نامه ونومول شو.
شهيد مول الدين جاهد د نورالدين زوى په ١٣٤٤ هجري لمريز کال کې د بلخ ولايت دخلم ولسوالۍ په يوه روښان فکره کورنۍ کې وزيږيد او تر شپږم ټولګي پورې يې په خپل کلي کې زده کړه وکړه او د مزارشريف ښار د باختر له عالي ليسې څخه له فراغت وروسته د پوليسو له ځواکونوسره يوځاى شو او په مزارشريف ښارکې د پوليسو د څلورمې حوزې د آمر په توګه وګومارل شو او تر ١٣٩١ هجري لمريز کال پورې په همدې دندې پاتې شو او په پاى کې د ١٣٩٥ کال په نيمايي کې په بلخ ولسوالۍ کې د دندې د ترسره کولو په وخت کې د ماين د چاودنې له امله شهيد شو. پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل