امنیت

شپږ طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په هلمند کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په نهر سراج ولسوالۍ کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هوايي ځواکونو په بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې دغه طالبان په خپل پټنځي کې د ماينو او بمونو په جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
په بريد کې د طالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړ.
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو د هلمند په ګڼ مېشتو لاروکې د شپږو ماينونو په کشف سره د څو چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته