کابل باختر د سلواغې څلورمه :
اوولس تنه وسله وال طالبان دهيواد دځينو ولايتونو په مربوطاتوکې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه د تيرو ٢٤ ساعتونو په بهيرکې دقندهار، بلخ او د نيمروز د ولايتونوپه مربوطاتوکې د چاڼيزعمليات اجرا کړل چې له امله يې ١٧ تنه تروريست طالبان ووژل شول؛ ١١ تنه ټپيان او د دغې ډلې يوشمېر نور غړي هم نيول شوي دي.
په دغو عمليات کې يوه اندازه وسلې او د درندو وسلومهمات د وسايطو ضد لس ماينونه او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتوکې شاملو ځواکونولاسته ورغلي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ