خبرونهښوونه او روزنه

په جوزجان کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د عصري علومو د زده کړو مرکز جوړ شو

کابل، د وږي ۲ مه، باختر

د جوزجان تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د آمریت مسوولین وايي چې دوی د اسلامي امارت مجاهدینو ته د زده کړو ځانګړی پروګرام پیل کړی دی.

د جوزجان د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو آمر مفتي فضل الرحمن فضلي باختر آژانس ته وویل چې د دغه مرکز په پرانیستلو سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته د اداري، کمپيوتراو د انګلیسي ژبې په برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو آمر انجنیر پهلوان بابري چې د دغه روزنیز مرکز  یو برخه وال دی ویې ویل چې د اداري، کمپيوتر او د انګلیسي ژبې د مهارتونو زده کړه د اسلامي امارت مجاهدینو ته ډېر مهم دی او ښې نتیجې لري.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا