امنیت

په پروان کې د يوه ماين کشف

چاريکار باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د دولت د وسله والومخالفينو له خوا په پروان ولايت کې يو ښخ کړى شوى ماين پرون د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو.
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضايي باختر آژانس ته وويل: يو ماين چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په مهارت سره په ريموټ کنترول عيار او د بګرام ولسوالۍ د کوه توپ عمومي سړک ته څېرمه ځاى پرځاى  کړى شوى و، د بګرام ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د پرسونل له خوا  د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د انجنيرى ټيم له خوا په دغې ساحه کې وچوول شو او له منځه يوړل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته