امنیت

دطالبانو له خوا په هرات کې دسړک جوړولو ديوه شرکت ددريو تنو کارکوونکو وژل

هرات  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
وسله والو طالبانو په هرات ولايت کې دسړک جوړولو ديوه شرکت درې تنه کارکوونکي  په ډزو سره ووژل .
يرغلګرو دغه کارکوونکي نن سهار دګذرې ولسوالۍ په لاره کې له موټر څخه ښکته کړل اوپه ډزو سره  يې ووژل .
دهرات ولايت د ګذرې  ولسوالۍ  امنيه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر په ډزو  سره  دسړک جوړولو شرکت ددغو کارکوونکو له وژنې وروسته تښتيدلي دي.
ده وسله وال  طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل.
له بلې خوا دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد  وايي چې دسړک  جوړولو ددغو  کارکوونکو  دوژل  کيدو دعاملانو دپيژندنې اونيولو لپاره دامنيتې مامورينو هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته