ورزش

د ساینس پوهنځي د کرکټ ټیم د ننګرهار د کرکټ د سیالیو اتل شو

جلال اباد/ دلیندۍ ۲ / باختر
د ساینس پوهنځي د کرکټ ټیم د ژبې او ادبیاتو د پوهنځي ټیم ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتل شو.
لوبه د ژبې او ادبیاتو پوهنځي د کرکټ ټیم پیل کړه او په شلو اورونو کې یی ٧٩ منډې سیال ټیم ته هدف وټاکه او د ساینس د پوهنځي ټیم وکولای شول د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره دغه هدف پوره کړي او د اتلولۍ جام وګټي.
دغه سیالۍ د د ننګرهار پوهنتون د پوهنځیو د دیارلسو ټیمونو په ګډون پیل شوې وې او یوه میاشت یی دوام وکړ.
د ننګرهار پوهنتون ورزشي آمر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د کرکټ د ورزش د ودې او د دغې څانګې د غوره څېرو د پېژندلو په موخه پیل شوې وې . پای /سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته