خبرونهامنیت

په جوزجان کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او ضبط شوه

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د جوزجان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې د الکولي مشروباتو يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د جوزجان د امنيې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير مولوي شېرمحمد دروېش د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه مدیرت ځواکونو د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې د شبرغان ښار په شينکوټ کلي کې د الکولي مشروباتو يوه کارخونه کشف کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا