خبرونهټولنه

په جوزجان کې د اورلګېدنې پېښې زیانمنونکو سره مرسته کېږي

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر
د جوزجان والي داملا شعیب رسالت په مشرۍ او په دغه ولایت کې د دولتي ادارو د یو شمېر رئیسانو، مسوولینو او د نړیوالو موسسو د استازو په ګډون د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په بالا مردیانو کې د اورلګېدنې پېښې زیانمنونکو ته د مرستې په خاطر بېړنۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د جوزجان والي په دغه ولایت کې د دولتي ادارو د نړیوالو موسسو له استازو وغوښتل چې ډېر ژر د دوی ستونزو ته رسيدګي وکړي.
په دې غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د دولتي ادارو او د همکارو موسسو د استازو په ګډون یو پلاوی د زیانمنو شویو کورنیو ستونزو له نږدې وڅېړي.
د بالا مردیانو کلی د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ له سترو کلیو څخه دی چې د دوو ورځو را په دې خوا په لسګونو کورنۍ د اورلګېدنې له امله بې ځایه شوې دي.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا