امنیت

ديارلس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل باختر دتلې پنځلسمه :
د داعش د ډلې ١٣ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د هسکې مينې، کوټ او د خوږياڼيو د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د هغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٥ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته