(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني حل شوه

کابل، د وږي ۱۲مه، باختر

د جوزجان د مرکز اړوند د منګوټي کلي د دوو کورنیو ترمنځ را پېښه شوې دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو او منځګړېتوب حل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ښکېلو لوریو ګډون کړی و.

د یادې غونډې پر مهال د غلام نبي صمیم وویل، چې د اختلافاتو او دښمنیو د ختمولو لپاره هېڅ وخت ناوخته نه دی او بل هېڅ شی د سولې او پخلاینې په څېر خواږه نه دي.

هغه د دواړو کورنیو له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو د مېشتو قومونو ترمنځ پر یووالي او ورورولۍ یې ټینګار وکړ.

په وروستیو کې د شخړې د ښکېلو لوریو ترمنځ پرېکړه وشوه د طرفینو له هوکړې وروسته د مشرانو له لوري غونډه د خیر او یووالي په دعاء سره پای ته ورسېده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا