سیاست

د انتخاباتو خپلواک کميسيون: څه ناڅه څلورومليونو تنو د رايو ورکولوکارتونه ترلاسه کړي دي

 کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا رئيس وويل : د رايې ورکولو دکارتونو د ويشلو بهير نن مازيګرپاى ته ورسيد.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې بهېرکې چې د تيرکال د غبرګولي د مياشتې له پنځمې نيټې څخه پيل شوى و، څه ناڅه څلورومليونو تنو د رايو ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.
ده وويل: ټاکل شوې وه د انتخاباتو خپلواک کميسيون  دوه اوونۍ مخکې په ټول هېوادکې د رايې ورکولو د ويشلو بهير پاى ته رسولى واى، د خلکو د غوښتنو له امله په انتخاباتوکې دګډون دکارتونو دويشلو بهير يې تر مازيګر پورې تمديدکړ.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولينوپه دغو انتخاباتوکې په شرايطو د برابرو
رايې ورکولو شمېر دولس مليونه تنه اعلام کړى دى.
د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات به د روان کال د وري دمياشتې په شپاړلسمه نيټه د شنبې په ورځ په ټول هېوادکې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته