ټولنه

په بلخ کې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو غوښتنه څيړل کيږي

مزارشريف باختر دمرغومي دمياشتې ١نيټه : په بلخ ولايت کې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو غوښتنه څيړل کيږي. د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ټکى هغه هيئت چې د شکايتونو د اوريدو کميسيون د رياست له لوري دبلخ ولايت ته رسيدلى دى، د دغه ولايت له معترضو نوماندانو سره په کتنه کې څرګند کړ. په دې کتنه کې د شکايتونو د اوريدو د کميسيون رئيس عبدالعزيز اريايي وويل چې په بلخ کې په معترضو نوماندانو سره تفاهم ته رسيدلي دي چې د هغوى ټولې غوښتنې او اعتراضونه څيړل کيږي او اعتراض کوونکي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دروازه پرانيزي. په بلخ ولايت کې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو استازي محمد عبده د بلخ د انتخاباتو د کميسيون له مسوولينو او د شکايتونو د اوريدو له هيئت سره د تفاهم په تائيدولو سره وويل چې له بايومتريک پرته رايو د باطلولو او د مشکوکو ځايونو د رايو د بيا شمېرنې په باب د هغوى ټولې غوښتنې څيړلې کيږي او په هغه صورت کې چې د هغوى غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، له قانون سره سم په مًظاهرو لاس پورې کوي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په واسطه په بلخ ولايت کې د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړيو پايلو په اعلام سره د دغه ولايت يوشمېرمعترضو نوماندانو دغه پايلې يې ونه منلې او په اعتراض يې لاس پورې کړ او په بلخ ولايت کي يې د انتخاباتو دخپلواک کميسون دروازه وتړله . په بلخ ولايت کې ٨٥تنو د ولسي جرګې د١١ څوکيو د ترلاسه کولو لپاره سيالي وکړه چې په لومړي پړاوکې ١١ بريالي معرفي شول چې د نورو نوماندانو له مخالفت سره مخامخ شول. پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته