نړۍ

دچين په سين کيانګ ولايت کې چاودنه .

پيکينګ باختر د غبرګولي لومړي :
  دچين دسين کيانګ  دکورواکه ولايت په مرکز اورمچې  ښار په يوبازار کې دچاودنې له امله څو تنوته مرګ ژوبله  واوښته .
دچين خبري اژانس سينهوا خبر ورکړ چې په دغه بازار کې له دوو موټرو  څخه چاوديدونکي توکي وغورځول شول چې په نتيجه کې يو موټر وچاوديد .
هغه تصويرونه  چې په انترنټ  کې خپاره شوي دي لوګۍ  او داورلمبې  ښي .
  دثور دمياشتې په لسمه نيټه دغې سيمې ته دچين دجمهور رييس   شي جين پينګ دسفر په وروستۍ ورځ وسله وال يرغلګر په چړو  او چاوديدونکو  توکو داورګادي په يو تم ځاى بريد وکړ يو تن يې  وواژه او ٧٩  تنه نور يې ټپيان کړل دچين سين کيانګ سيمه کې مسلمانان ميشت دي .
چين په دغه هيواد کې تروريستان دختيځ ترکستان  په ډلې پورې تړلي بولي چې هدف يې دسين کيانګ  خپلواکي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته