امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د ثور نولسمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په دوام دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمير کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شول .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي:  دغه عمليات  دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پيل شوي دي چې په نتيجه کې يې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
  دغه راز  ددغو عملياتو په بهير کې ددغې ولسوالۍ د مشوانۍ، چاردهي، تکيه ، لاچه پور او د باريک اب کلي  د تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، ددغو ځواکونو په ورته عملياتو کې چې دلغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې ترسره شول  څوکلي دتروريستانو له شتون څخه پاک شول  او د راى ورکوونکو د نوم ليکنې د مرکزونو د ښه امنيت د تامينولو په مقصد ځانګړي پوسته  جوړه شوې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته