امنیت

په تنګي دره کې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې اوولسوتنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د غويي د مياشتې٧ مه
د ميدان وردګو ولايت په تنګي دره کې د ملي امنيت او کوماندو ځواکونو دشپې له خوا ګډ عمليات تر سره  کړل  چې په له امله يې درې تنه وسله طالبان ووژل شول، دوه  تنه ټپيان او ۱۲ نور يې ونيول شول.
په  وژل شويو وسله والوطالبانو کې مرسلين د سيدالله د ګروپ غړی، ثناګل د سيدمحمدرسول دګروپ غړی چې د طالبانو دامرباالمعروف غړى هم  شامل دي  او نظيم چې د سيداباد ولسوالۍ اوسيدونکي و، او په ټپيانو کې قاري روح الله او ياسين چې د سيدالله د ډلې غړي وو شامل دي. او په نيول شويو وسله والو طالبانو کې هر يو قاري سيد احمد، امين لله، ذبيح الله چې د ځانمرګو بريدونو  او موټربمونو د فعاليتونو مسوولين او د حقاني شبکې غړي وو،  قاري حميد الله، مهاجر، قاري فريد چې د قاري مدثر د ګروپ غړي او سرګروپ وو، ضياء الحق، مير اسلم او څلور تنه نور چې تر اوسه يې پيژندنه تثبيت شوې نه ده، د ګډو امينتي ځواکونو له  خوا نيول شوي او مرکز ته انتقال شوي دي..
دغه  راز په دغو عملياتو کې  له اسنادو سره  يې دوه کمپيوټرونه د ګډو امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. .
د يادولو وړ ده چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی او داستوګنې  په يوه کور د وسله والو طالبانو له خواديوه ماين دغورځولو له امله   يو ماشوم له خپلې مور سره ټپيان شوي چې د سيمې د خلکو په همکارۍ د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته