امنیت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښار کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختردوږي دمياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښار کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلى ده ويل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو نن غرمه د کابل ښار د شش درک په سیمه کې تروریستي برید ترسره کړ چې له امله یې  ۶تنه ملکي وګړي شهیدان او ۵تنه نور ټبیان شول چې په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

حامدکرزي دغه تروریستي برید په هېواد کې د سولې او امن  پرخلاف نه بخښونکی عمل وباله او هغه یې په کلکه وغانده.

حامدکرزی د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیاهیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته