
کابل، د ليندۍ ١٣، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رياست په جوزجان کې د مطالعې رواجولو تر عنوان لاندې يو ورځنۍ روزنيز سيمينار جوړ کړ.
د دغه سيمينار د جوړولو هدف د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ بنسټيز کول دي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سيف الدين معتصم د دغه سيمينار له ګډونوالو وغوښتل چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره کار وکړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو میتودونو څخه کار واخلي.
\ ذ