امنیت

دولس وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

فراه د ثور ۱۴ باختر
د فراه امینتي مسوولین وايي چې دولس وسله وال طالبان تېره شپه په دغه ولایت کې ووژل شول .
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باخترآژانس ته وویل چې ددغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پرامنیتي پوستې د وسله والو طالبانوبرید د وګړني پاڅون کوونکواو د امنیتي منسوبینوله غبرګون سره مخ شول.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې دولس وسله وال طالبان ووژل شول او یوولس تنه نورټبیان شول .
د فراه د امینې قوماندانۍ ویاند وویل چې په دې پېښه کې د وکړني پاڅون کوونکي درې سرتیري شهیدان او لس تنه نورېې برسیرن ټپیان شوي دي ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته