سیاست

جنرال دانفورد: ښايي تر ٢٠١٨ کال پورې په افغانستان کې پاتې شو

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
په افغانستان کې د امريکايي او د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان ويلي دي چې ښايي تر ٢٠١٨ کال پورې د افغان ځواکونو ترڅنګ پاتې شو .
  باخترآژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف دانفورد په يوه مرکه کې ويلي دي: ملي پوليس او ملي اردو په افغانستان کې په جګړه کې زيات تلفات ورکوي. ښايي تر نورو پنځوکلونو پورې ملاتړ ته اړتيا ولري چې وکولاى شي په مستقل ډول وجنګيږي.
ده ټينګار وکړ: ښايي لازمه وي لويديځ ځواکونه تر ٢٠١٨ کال پورې په افغانستان  کې پاتي شي چې د هوايي ځواکونو او اطلاعاتو په ګډون له ستونزو سره مقابله وکړي.
ده دغه راز له ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د عسکرو او په تېره بيا د هوايي ملاتړ په برخه کې جنګي رول رد نه کړ.
په دې ماموريت کې درې واژې شته چې روزنه، سلامشوره او مرسته پکې شامله ده چې په هوايي برخې پورې اړه لري او په دې برخه کې اوپه هغه پورې د اړونده ثبات په برخه کې بايد تصميم ونيول شي.
ده دغه راز ټينګار وکړ چې دوه اړخيزځمکني تړون په افغانستان کې د لويديځو هيوادونو د ماموريت د دوام په مقصد دوه اړخيز امنيتي تړون بايد په راتلوونکو څومياشتوکې لاسليک شي چې افغانستان او دهغه ګاونډيان له دغه هيواد سره د امريکا په ژمنې ډاډمن شي.
  دده دڅرګندونوله مخې: موږ به له ٢٠١٥ کال وروسته هم په دغه هيوادکې ځواکونه ولرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته