سیاست

افراسياب خټک: پاکستان په قصدي ډول نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې په تامينولوکې مرستندوى وي

 کابل باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
له عوامي نشنل ګوند څخه د پاکستان د پارلمان غړي افراسياب خټګ ټينګار کړى دى چې پاکستان په قصدي ډول نه غواړي چې په افغانستان کې سوله تامين شي .
دغه پاکستاني سياستوال پخوا هم ويلي و چې  پاکستان دې بايد په خپل بهرني سياست کې په تېره بيا د افغانستان د سولې د خبرو او په دغه هېوادکې د امنيت د تامينولو په بهيرکې بدلون رامنځته کړي.
د باختر آژانس خبريال ليکي: افرآسياب خټک په خپلو وروستيو څرګندونوکې يو ځل بيا د افغانستان د سولې د خبرو په وړاندې د پاکستان په بهرني سياست نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې پاکستان په قصدي ډول نه غواړي چې په  افغانستان کې د سولې او ټيکاو په تامينولوکې مثبت فکر وکړي او د افغانستان د سولې د خبرو بهير يې زيانمن کړى دى.
ده په ټينګار سره ويلي دي: تر هغه وختو پورې چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سياست بدل نه کړي او د افغانستان د سولې له بهير سره د مرستې لپاره قوي اراده ونلري، اوسنى حالت او جګړه به هماغه شان دوام پيدا کړي. ځکه پاکستان د افغانستان د سولې او امنيت لپاره هرڅه کولاى شي خو اراده شتون نلري او نه غواړي چې مرستندوى وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالات له پاکستان څخه غواړي چې په افغانستان کې له ډار اچونې سره په مبارزه او هم د خبرو ميز ته د طالبانو په راکښلوکې د خپل نيت د ښودلو لپاره بيړنى اقدام وکړي.
عربي هېوادونو او هم افغانستان، پاکستان او هند ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له سفر وروسته، د آسيا د جنوب لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت   د معاونيت سرپرست اليس ويلز ويلي دي چې واشنګټن دې ته سترګې په لاره دى چې په راتلوونکو اوونيو او مياشتوکې د پاکستان د عملي اقداماتو شاهد وي.
دى ټينګار کوي چې د طالبانو مشرتوب او د حقاني شبکه لا تر اوسه پورې هم کولاى شي په پاکستان کې خپل بريدونه طرحه کړي، ځکه هغوى له خپلوکورنيو سره د پاکستان په خاوره کې ژوند کوي.
د ده د څرګندونوله مخې: پاکستان د دغه هېواد د کورنيو ياغيانو په وړاندې
ښه جنګيدلى دى، خو بايد دغه ژمنه د هغې ډار اچوونې په وړاندې هم ولري چې
افغانستان او هند ګواښوي.
په همدې حال کې د امريکا په متحده ايالاتوکې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني ويلي دي چې پاکستان بايد د طالبانو او د حقاني شبکې په شان د ډار اچوونکو ډلو ملاتړ ونه کړي. بايد له افغانستان سره مرسته وکړي چې خپل  استقلال او واکمني وساتي چې افغانستان وکولاى شي له پاکستان سره د واکمنۍ په ساتنه کې مرسته وکړي.
د پاکستان دغه ديپلومات ټينګار کړى دى چې د حقاني شبکې زياتره غړي په پاکستان کې ژوند کوي او طالبان دپاکستان له خاورې څخه دافغانستان پرخلاف عمل کوي، دخپل هېواد له دولت څخه يې وغوښتل چې له حقاني شبکې سره له ملاتړ څخه دې لاس په سر شي .
دا لومړۍ ځل نه دى چې ځينو پاکستاني سياستوالو او ديپلوماتانو له دغه هېواد څخه غوښتي دي چې د افغانستان د سولې له بهيرسره مرسته وکړي. مخکې له دې هم يوشمېر پاکستاني سياسي مشرانو، ديپلوماتانو، کارپوهانو، مدني ټولنې او د دغه هېواد يوشمېرخبريالانو په پاکستان په نيوکې سره غوښتي و چې  اسلام آباد دې بايد په خپل بهرني سياست کې او په تېره بيا د افغانستان د سولې د خبرو او هم په سيمه کې په خپلو سياستونوکې بدلون رامنځته کړي؛ له دې پرته به پاکستان په يوه تجريد هېواد بدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته