(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په جوزجان کې د نږدې ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د آقچې، خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد طاهر جواد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادو ښوونځیو ودانۍ د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د اکتېد دفتر له لوري په پاخه او اساسي توګه جوړې شوې دي.

په جوزجان کې د اکتېد دفتر ولایتي مسوول انجنیر امان الله امین وویل، چې د اکتېد دفتر د ناروې هېواد په همکارۍ او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د ۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي او په نوي کال کې به ۱۱۰ هغه ښوونځي چې په جزوي توګه ویجاړشوي بېرته ورغول شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا