
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۲۲۲ زره ۷۲۹ ډالرو په لګښت د ۲ زره مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي سراج الدین سراجي باختر آژانس ته وویل، چې دغه استنادي دېوالونه د فیض آباد ولسوالۍ په ۴ کلیو او د منګجیک ولسوالۍ په ۵ کلیو کې جوړېږي، چې پرې ۲۲۲ زره ۷۲۹ ډالره لګښت راځي.
مولوي سراجي زیاته کړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاب له خطر څخه خوندي او سلګونه کورنۍ به یې له ګټې اخيستو برخمنې شي.
د نوموړي په وینا، د دغو د استنادي دیوالونو په جوړولو کې ۳۳۳ فني او غیر فني کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
لمر