
کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې یو ځوان له لوري د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې په یو جریب ځمکه کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي، چې نن یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد وویل، چې دغه ودانۍ د شبرغان ښار په ترناب ازبیکیه سیمه کې جوړېږي، چې پرې یو میلیون او ۶۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
جواد زیاته کړه، دغه ودانۍ د ۵ درسي ټولګيو او دوو اداري خونو په لرلو سره په پاخه او اساسي بڼه جوړېږي، چې چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي وویل، تل هڅه کوي چې په مرکز او ولسوالیو کې هغه ښوونځي چې بیارغولو ته اړتیا لري او درسي خونو له نشتوالي سره مخ دي بیا ورغوي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه او لازمه ده.
ورته مهال ترناب ازبیکه کلي يو شمېر اوسېدونکو د دغه ځوان له دغه نېک اقدام او دوستانه ګام څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د دغه ودانۍ د جوړېدو د کار په بشپړېدو سره به د دغه کلي د زده کوونکو د ودانۍ د نشتوالي له امله شته ډېرې ستونزې هوارې شي.