خبرونهټولنه

بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د بدخشان ولایت په شکي ولسوالۍ کې پرون ناوخته د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د شکي ولسوالۍ په روانه شهرسبز سیمه کې د یو رونیکس موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې د شکي ولسوالۍ ۴ امنیتي منسوبین ټپیان شوي او یوه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
محمدي زیاته کړه، چې پېښه د تېز تګ او بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي چې تازه د اسلامي امارت د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تائید او ټاکل شوې په عملي کېدو سره یې د ترافیکي پېښو په کچه کې کموالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته