ټولنه

په هرات کې دسلګونوجواز نه لرونکو ريکشاو درول

کابل باختر د ليندۍ دويمه : کابو دوه سوه ريکشاوې دهرات دپوليسو په واسطه درول شوي او ددغه ولايت دترافيکو مديريت ته ليږدولې شوې دي . دهرات ولايت دترافيکو مدير سمونوال غلام سخي حسيني وايي چې په تيرو دوو ورځو کې کابو دوه سوه دجواز سير او دقانوني سندونو نه لرونکې ريشکاوې د پړاونو دتيرولو او دجوازسير داخستلو په مقصد دهرات ولايت دترافيکو دمديريت دموظفينو له خوا دغه مديريت ته ليږدولې شوې دې . دهرات ولايت دترافيکو مدير دريکشاو له ټولو خاوندانو او چلوونکو څخه غواړي چې دخپلو ليږدونکو وسايطو دجواز سير دپړاونو دتيرولو په مقصد ډير ژر ددغه ولايت دترافيکو مديريت ته مراجعه وکړي. دهرات ولايت دترافيکو لوى مديريت بشپړتيارى لري چې ددغووسايطو دسندونو پړاونه په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي او قانوني جواز سير ورکړي . له دې پرته دترافيکو دپوليسو له خوا ددغه شان وسايطو د تګ راتګ اوفعاليت مخه نيول کيږي اوبيا به دشکايت حق ونه لري . دغه راز څرګنديږي چې له درب ملک څخه تر مستوفيت پورې تګلورى ددغو وسايطو پرمخ تړلى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته