کابل باخترد چنګاښ نولسمه :
دهېواد پخوانى جمهور رييس حامدکرزى دازبکستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل او دافغانستان او ازبکستان اړيکې يې نه شليدونکى وبللې .
درسنيو دخپرونو له مخې، دهېواد پخوانى جمهور رييس حامدکرزى د ازبکستان دبهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره وکتل .
ده په دې کتنه کې دافغانستان اوازبکستان اړيکې يې پخوانى وبللې او زياته يې کړه چې دغه اړيکې نه شليدونکى دى .
درسنيو دڅرګندونوله مخې ، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ دنيکو او ښه اړيکو دټينګښت اوپراختيا په اړوند ، دافغانستان دسولې دپروسې او دسيمه ئيزو همکاريو په غښتلتيا کې په تفصيل سره خبرې وکړې .
کرزي له ازبکستان څخه دافغانستان دتاريخي او نيک ګاونډي په توګه ياد کړ او ددغو دوو هېوادونو اوملتونو ترمنځ روابط يې دوستانه او تاريخي وبلل .
دهېواد پخواني جمهور رييس . دازبکستان دبهرنيو چارو وزير خپل پخوانى دوست وباله او کابل ته يې دده سفر او له ده سره يې دکتنې په اړوند خوښي څرګنده کړه .
ختم_ شکريه – اکرم