امنیت

وسله وال طالبان په خاک سفيد ولسوالۍ کې ناکام شول

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢١ :
وسله والو طالبانو ته  دفراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې دسر دروند زيان  اوښتى دى.
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په سلګونو تنو وسله والو طالبانو له دريو  ورځو را په دې  خوا دفراه ولايت  دخاک سفيدولسوالۍ په ځينو يرغيلزو بريدونو لاس پورې کړى دى  چې د امنيتي ځواکونو  له سخت مقاومت سره مخامخ شوي او دسر دروند زيان يې   زغملى دي. يوه اړونده  خبرځاى وويل :   چې تراوسه پورې دمقاومت په بهېرکې١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
صمديار زياته کړه   چې  دفراه ولايت   له مرکز څخه دملي اردو او پوليسو په ګډون  کومکي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته استول شوي دي اوپه څو استقامتونو کې مقاومت دوام لري.
ده زياته کړه چې امنيتي ځواکونه  په قوي مورال سره  دپرمختګ په حال کې دي اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به يرغلګر طالبان  له پښو وغورځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته