خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په جوزجان کې د څه باندې ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د نجونو یوه مدرسه ورغول شوه

 کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د رقیه للبنات په نوم د نجونو یوه مدرسه د څه باندې ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه مدرسې د پرانیستې مراسمو کې د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد په آقچې ولسوالۍ کې د ديني مدرسو په ځانګړې توګه د نجونو د ديني مدرسو د پرانيستلو هرکلى وکړ او د نجونو او هلکانو د ديني مدرسو پر ملاتړ يې ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د جوزجان د آقچې ولسوالۍ د حقانيه مدرسې مشر مولوي محمدالله حقاني وویل، چې دغه مدرسه د ۱۰ میاشتو موده کې پر ۳ زره ۶۰۰ متره مربع ځمکه په اساسي ډول جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا په دغه مدرسه څه باندې ۱۵ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د لیلیې په برخه کې د ۵۰۰ زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا