نړۍ

د مصر د اخوان المسلمين ګوند د مشرانو شتمنۍ کنګلې شوې

قاهره رويترز   باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
د مصر امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين له ګوند سره د دولت د چلندپه چوکاټ کې پرون ددغې ډلې ددوو تنو جګپوړو څيرو دويم لمبرځنځيري سوپرمارکيټونه وتړل .
باخترآژانس د رويټرز د خبري آژانس له خولې  خبر راکړ:  د مصر امنيتي او قضايي مقاماتو وويل چې د اخوان المسلمين ګوند د شتمنيو د پيژندنې د مسوولې کميټې په لارښونه دغه هېواد امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين د جګپوړو څيرو په خيرات الشاطر پورې اړوند زاد ځنځيري سوپرمارکيټونه او په عبدالرحمن السعودي پورې اړوند د سعودي ځنځيري سوپرمارکيټونه تړلي دي.
د مصر  يو امنيتي  مقام په دې اړوند څرګنده کړه چې  موږ له کميټې څخه لارښوونه ترلاسه کړه چې د زاد او سعودي ځنځيري سوپرمارکيټونه وتړو.
ده زياته کړه: موږ د مالي  منابعو، مالونو  او د تجهيزاتو  دڅيړنې په حال کې يو چې ولې د اخوان المسلمين د مشرانو د شتمنيو دکنګل کولو امر صادر شوى دى.
ددغه خبر له مخې: دمصر دولت داخوان المسلمين پرخلاف عمليات پيل کړي دي.
د دغې ډلې فعاليت تيرکال دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي له ګوښه کيدو وروسته غير قانوني اعلام شو.
دګوښه کړاى شوي جمهور رييس محمدمرسي او  د خيرات الشاطر په ګډون چې په  جيل کې شپې سبا کوي؛ د اخوان المسلمين په زياترو مشرانو د تاوتريخوالى او د تروريزم د لمسونې تور لګول شوى دى.
دمصر يوې محکمې تېرکال لارښوونه وکړه چې دولت دې بايد د اخوان المسلمين مالي منابع کنګلې کړي او د دغې ډلې په کنګلو شويو شتمنيو څارنه ولري.
د مصر نوى جمهور رييس عبدالفتاح السيسي تېره اوونۍ د دفادارۍ لوړه وکړه او له دريوکلنو سياسي او اقتصادي اړو دوړ وروسته يې په مصرکې د امنيت د بيا تامينولو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته