پارون باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. .
دغوطالبانو نن سهار د ډيورنډ له کرښې څخه له را اوښتو وروسته غوښتل کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې د افغانستان په سرحدي مامورانو بريد وکړي.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه يرغلګر وژل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ