امنیت

يوولس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمبول شو او د دې ډلې ١١ غړي ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې یوې ډلې وسله والو طالبانو چې غوښتل يې د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند نوغي ساحې او د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي، له هوا او ځمکې بريدونه پرې وشول.
مومند زياته کړه چې په دې پېښه کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او٢نور یې ټپيان شول او د هغوی څو جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
د يو بل خبر له مخې:
درې وسله وال طالبان پرون غرمه د غزني د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او د يو بل طالب مړى له يو تونس موټر سره د جګړې په ډګر کې پاتی شوى و.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته