خبرونهاقتصاد

په جوزجان کې د کرنیزو اوبو د یو کانال د جوړولو کار پیل شو

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر

د جوزجان په فیض آباد ولسوالۍ کې پرون د کرنیزو اوبو د یو کانال د جوړولو کار پیل شو.

د سويډن کمېټې د شمال زون مسوول نجیب الله یزدان پناه باختر آژانس ته وویل، چې دغه کانال د یو کیلو مترو په اوږدوالي د  UNDP موسسې په مالي همکارۍ د سويډن کمېټې له خوا د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت په کانکریټي توګه جوړيږي چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

د فیض آباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دغه کانال له اوبو څخه ګټه واخلي وايي د کرنیزو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او هیله لري د دغې پروژې په تطبیق سره د دوی ستونزې لرې شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا