-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
دکابل ښار دالف دليګ دفوټبال لسمه اوونۍ نن دازادۍ دستوري په وړاندې دازادۍ دځوانانو په لوبې سره دوام مومي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکابل ښار دالف دليګ لسمه اوونۍ په دوو لوبو سره دوام مومي .
په ډيرو مهمو لوبو کې دازادۍ دځوانانو او دازادۍ دستورې ټيمونه نن له غرمې وروسته لوبه کوي او په تعقيب يې دمشعل ټيم دسولې دټيم په وړاندې لوبې ته وردانګي .
دکابل ښار دالف په ليګ کې ١٤ ټيمونه ګډون لري او تراوسه پورې دافغان متحد ټيم له لسو لوبو څخه په ٢٦ امتيازونوسره دجدول په سر کې ځاى لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ