سیاست

د افغانستان او آلمان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سند به د شیکاګو له کنفرانس مخکې لاس لیک شي

-کابل باختردثور دمياشتي دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان هېواد له ځانګړي استازي مایکل کخ سره په کتنه کې د دواړو هېوادو نو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د دوام او د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاس لیک په اړوند خبرې وکړې.
باختراژانس ته دجمهوري رياست د مطبوعاتي دمعلوماتو له مخې
په دى کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس په تیرو کلونوکې په بیلابیلو برخوکې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د آلمان هېواد د مرستو له امله مننه وکړه، وې ویل چې آلمان د افغانستان د خلکو لرغونی دوست هېواد دی چې تل یې د افغانستان له خلکو سره په سختو شرایطوکې مرسته کړې او هغوی یې یوازې نه دي پرې ایښي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې په دې باندې موافقه وکړه چې د افغانستان او آلمان ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند دې د شیکا ګو له کنفرانس مخکې لاس لیک شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مایکل کخ ډاډ څرګند کړ چې آلمان به د تل په شان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودریږي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم د دغه هېواد خلک یوازې پرې نه ږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته