ټولنه

په جوزجان کې سلګونوکورنیو نغدې پیسې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی /۲۳ / باختر
د جوزجان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د او. آر. دي. مرستندوی موسسې په څه نا څه ۹۰۰ بزګرانواو بېوزلوکورنیو نغدې پیسې ووېشلې.
د جوزجان د کرنې اوبولګولواو مالدارۍ ریاست د کرنې آمرمولوي عبدالجبار د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د ویالواو د کرنیزوکانالونود پاکولوپه موخه ۸۲۰ بزګران استخدام شوي وو چې د کارله پای وروسته د او. آر. دي موسسې پردوی نغدې پېسې ووېشلې.
د هغه د څرګندونوله مخې، پرهر بزګر۸ زره ۹۶۰ افغانۍ او پرهرې کورنۍ ۸ زره ۸۶۰ افغانۍ ووېشلې.
هغه زیاته کړه چې د او. آر. دي مرستندوی موسسې د جوزجان په خواجه دوکوه او مردیان ولسوالیوکې په ټولیزه توګه پر۹۱۰ بزګرانواو بېوزلوکورنیو ۷ میلیونو ۳۴۷ زرو ۲۰۰ افغانۍ وېشلې دي.
یوشمېربزګرانو له دغې مرستې څخه قدرداني وکړه او وې ويل چې د دغه رازپروګرامونوترسره کول د بیوزلۍ او وزګارتیا په کمښت کې ګتوردي.
ع-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا