امنیت

په دايکنډي کې د يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
د دايکنډي ولايت په مرکز کې يوې ځوانې نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله  ځان وواژه .
د دايکنډي ولايت دښځو د چارو رئيسې ذ کيې رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ١٨ کلنه شرين ګله له يو شمېر ځوانو نجونو سره دتفريح لپاره له کوره  وتلې وه او د تفريح په بهيرکې په سيندکې لامبو ووهله او کله چې خپل کور ته ستنه شوه او د يوې ورځې له تيريدو وروسته په سيند کې د لامبو په اړوند يې له خپلې مور سره ناندرې ووهلې او وروسته شرين ګلې د مسموونکو توکو په خوړولو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه .
خبرځاى وويل چې د دغې نجلۍ مړى روغتون ته وليږدل شو او له طبي معايناتو وروسته بېرته کورنۍ ته يې وسپارل شو چې نن سهار د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته خاورو ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته