کابل باختر د چنګاښ ٢٦ :
په قندهار ولايت کې د فوټبال د سياليو په دوام تېره شپه د اتحاد _ ٣ ټيم د دو په مقابل کې په دريو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه.
دقندهار ولايت ورزشي آمر احمدالله ګلالى باخترآژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو دنوي ټيمونو ترمنځ په احمدشاهي لوبغالى کې پيل شوې دي؛ تيره شپه په دوو لوبوسره دوام وموند.
ده وويل: په لومړۍ لوبه کې د اتحاد _٣ ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره د استقلال ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د شيرزى او تايګرفورد ټيم د دوو په مقابل کې په دوو سره برابرپاى ته ورسوله.
1 د یوې دقیقې څخه لږ