سیاست

د عالمانو د سراسري شورا غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٨
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د روان کال د غبرګولي په ٢٨مه نېټه خپلې نوبتي غونډې د دې شورا د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ پېل او د هېواد په روانو حالاتو په ځانګړې توګه د جمهوري ریاست د ټولټاکنو په اړه یې هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.
د افغانستان د عالمانو شورا د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورګړ:
شورا د جلالتمآب حامدکرزي د دیارلس کلنې دورې لاسته راوړنې مثبتې وارزولې، چې په مختلفو برخو کې ترلاسه شوي، لکه د لویو لارو جوړول، صحي خدمات، د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې پرمختګ، د بیان آزادي، د رسنیو فعالیت، د مخابراتي خدماتو وړاندې کول، د کلیو دپراختیا او ملي پیوستون له لارې په کلیو  او بانډو کې پرمختګونه، د تعمیراتو او ودانیو رغاونه، د لویو جرګو دایریدل خصوصاً د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه او د سولې ملي مشورتي جرګه، د سولې د عالي شورا جوړیدل، د نړۍ له هېوادونو سره سیاسي او سفارتي اړیکې ټینګول، د امنیتي ځواکونو تشکیل او پياوړي کول، د هېواد د اداري تشکیلاتو په برخه کې پرمختګ، اقتصادي وده، د قومي، ژبني، سمتي او ګوندي تعصباتو نه خلاص ملي مشارکت او تر ټولو ستره لاسته راوړنه د جمهوري ریاست ټولټاکنې چې په یوې ډاډمنې امنيتي فضا کې ترسره شوې او زموږ مسلمان ملت د ټولو ګواښونو سره، سره په ډېره زړورتیا او مېړانه په ګڼ شمېر په کې ګډون وکړ.
د عالمانو شورا د جمهوري ریاست له محترمو نوماندانو څخه غواړي ترڅو د ټولټاکنو پایلې چې د باصلاحیته قانوني مراجعو یعنې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدلو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلانیږي، ومني او د ملت رایو ته په درنښت له هر ډول اختلاف څخه ډډه وکړي.
شورا له نوي زعامت څخه چې د ټولټاکنو د مشروعو پایلو په نتیجه کې رامنځته کیږي، وغوښتل ترڅو په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او د پرمختګ او ابادۍ لپاره په مختلفو برخو کې په کلک هوډ سره هاند او هڅه وکړي.
د شورا غونډې په راتلونکو ورځو کې دوام لري. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته