امنیت

جمهور رئیس حامد کرزي په وردګو کې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل

کابل باختر دوږي ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ځانمرګي تروریستي بریدونه په کلکه وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
دميدان وردګو ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو نن سهار په شپږو بجو لومړی د سیدآباد ولسوالۍ په نظام قراول کې ځانمرګی برید وکړ او ورپسې دویم ځانمرګي په  چاودېدونکو بار موټر ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ته نږدې په غزېدلي سړک وچاوه چې له امله یې زموږ ۱۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۴۷ تنه  نور ټپیان شول او د ځایي اوسیدونکو کورونو او یو شمېر دوکانونو ته یې مالي زیانونه واړول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل: د افغانستان د ملکي خلکو وژنه او په عامه ځایونو کې د بریدونو تر سره کول له انسانیت او اسلامیت سره له دښمنۍ پرته بله معنی نه لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په  ميدان وردګو ولایت کې د تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته