
کابل، د وږي ٢١مه، باختر
په جوزجان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري له قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د جوزجان د والي قاري ګل حیدر شفق په شمول ولایتي مسوولینو، قومي مشرانو دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستيال عابد په خپلو خبرو کې وویل: دا د الله (ج) یو لوی نعمت دی چې افغانانو ته یې داسې مشفق امير ورکړی چې د ولس هرې ستونزې ته رسېدنه خپل مسؤليت ګڼي.
هغه زیاته کړه، چې د جوزجان د غیور ملت د ملاتړ او اتحاد برکت و چې د افغانستان په کچه دویم ولایت جوزجان و چې فتح شو او دا یو لوی امتیاز دی.
نوموړي د قوش تېپې کانال، قشقشرې نفتو استخراج او د سالنګ لویې لارې د لویو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ د دې هېواد د بیارغونې او جوړولو لپاره په خپلو نشت امکاناتو کار پیل کړی او په لوړه کچه د هېواد آبادولو قوي اراده او هوډ موجود دی.
ورته مهال د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي غلام نبي صميم مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې د قومي مشرانو له جملې څو تنو خبرې وکړې د اسلامي امارت حاکمیت یې د الله تعالی (ج) له لوري لویه پیرزوینه وبلله او د حکومت څخه ملاتړ یې خپله وجیبه یاده کړه.
قومي استازو له حکومت څخه د یاد ولایت په مربوطاتو کې د آمو سیند د تخریباتو د تحکيماتو، د قرقین او خم آب سرحدي ولسوالیو د سړکونو رغولو او نورو پراختیایي پروژو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د جوزجان ولایت والي قاري ګل حيدر شفق وویل، چې په دغه ولایت کې بېلابېل قومونه د وروڼو په څېر ژوند کوي او اختلافونه له منځه تللي.
نوموړي زیاته کړه: په اسلامي امارت کې د ټولو افغانانو حقوق يو شان خوندي دي.
وروسته د جرګو رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې د افغانانو له سرښندنو یادونه وکړه او د اسلامي امارت د بریا راز یې تقوا او د اوامرو د اطاعت برکت وباله.