ټولنه

دتخار دعالمانو شورا جنجالى رييس ګوښه کړى شو.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دتخار ولايت دعالمانو شورا رييس چې ښځو ته يې دبې حيا خطاب کړى وګوښه کړى شو.
مولوى عبدالصمد دښځو په وړاندې د ده دناوړو خبروپرخلاف دخلکو دتندر غبرګونونو له زياتيدو وروسته دعالمانو شورا له خوا ګوښه شوى دى ده په دې وروستيو وختو کې دښځو په وړاندې په خبروکې وويل چې له ښځو څخه بې حيا موجود نشته .
دتخار ولايت يوه سيمه ييز خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل چې مولوى عبدالصمد نن له دندې ګوښه کړى شو او پرځاى يې مولوى حقنواز دتخار ولايت دعالمانو شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى .
ددغه ديني عالم څرګندونو دروښانفکرانو او ديني ټولنو او دغه راز حکومتي مسوولينو او دښځو دحقوقو د مدافعانوتند غبرګونونه راپارولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته