کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :
دزرنج ښار ددروازې ودانۍ پرون پرانستل شوه .
دغه ودانۍ د يوه تن ملي سوداګر له خوا ددريو ميليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت دښار په ختيځ لور کې جوړه شوې ده.
د باخترآژانس دسيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د نيمروز والي انجينر محمدسميع نيمروز په يوه اقتصادي بازار په بدلولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په نيمروز ولايت کې د پراختيا زمينه برابره ده او د نيمروز سيمه ييز حکومت هم د خپلو پرمختيايي پلانونو په تطبيق هوډمن دى .
د نيمروز والي د نيمروز له ملي سوداګرو او په تيره بيا حاجي غلام رسول نارويي چې د دغې ودانۍ په جوړولو کې يې مرسته کړې ده مننه او قدرداني وکړه. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل