خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په جوزجان کې ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابريږي

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د اکتید دفتر د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ په جوزجان کې هغو ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابروي چې په سختو کارونو بوخت وي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال احمد فرید رسولي د خبر له مخې، دغه ټکی په جوزجان کې د اکتید دفتر ولایتي رییس انجنیرامان الله امین دHDP  ماشومانو د ساتنې ګړندي کولو پروژې HPD د پرانیستلو په پروګرام کې څرګند کړ او زیاته یې کړه، دغه پروژه په جوزجان کې د اکتيد دفتر له خوا د یونیسف موسسې په مالي همکارۍ هغو ماشومانو ته چې په سړکونو کې په شاقه کارونو بوخت دي د زده کړې ښوونې او روزنې او د حرفوي زده کړو زمینه برابروي.

دغه پروژه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تطبیقېږي چې لومړی پروګرام یې په جوزجان کې پیل شو.

هغه زیاته کړه، په لومړي ګام کې دغه پروژه، هغه ماشومان چې په سړکونو کې په شاقه کارونو بوخت دي  ورته د حرفوي زده کړو زمینه برابروي.

د هغه د څرګندونو له مخې، موږ د دغې پروژې له لارې یتیم، بېوزله، معلول، معیوب ماشومان چې په هردلیل له ښوونې او روزنې څخه پاتې دي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې کوي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف الدین معتصم د اکتید دفتر د دغه ښه اقدام له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، یتیمو، بېوزلو او کارګرو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې او د فکري ودې د زمینې برابرول د هېواد د هر وګړي ملي او اسلامي دنده ده.

ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا