امنیت

پنځه تنه ياغيان و وژل شول .

کابل – باختر دسلواغې دويمه :
دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دسرحدي پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې پنځه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
دپوليسو دلومړۍ نمبر سرحدي قوماندانۍ دعامه اړيکو مسوول ادريس مومند باختر آژانس ته وويل ياغيانو په اچين ولسوالۍ کې دسرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ چې  د دوه ساعته نښتې سبب شو او له امله يې پنځه تنه ياغيان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل : په دې نښته کې يو سرحدي پوليس او يوملکي وګړي هم شهيدان شوي دي.
دوه ورځې مخکې هم دهغې چاودنې له امله چې په جلال آباد ښارکې وشوه دوه تنه سرحدي پوليس ټپيان شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته